د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف شمالي کوريا ته ځي

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف

د ايران دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په پام کې لري چې شمالي کوريا ته سفر وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې ايران او شمالي کوريا د امريکا د بنديزونو په وړاندې مقابله کوي.

د ايران دولتي اژانس ايرنا نن د ظريف په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، ډېر ژر به د دغه سفر نېټه اعلان شي. په‌دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ٢٠١٥میلادي کال له اټمي تړونه ووت، پر ايران يې سخت بنديزونه ولګول.

سپينې ماڼۍ تېره يکشنبه اعلان وکړ چې د امريکا له بنديزونو به د ايران د تېلو رانيوونکو ته معافيت نه نوى کوي.

د دې هڅې هدف دا ښوول شوى چې د ايران د تېلو صادرات صفر ته راکم شي.

د امريکا متحدو ايالاتونو پر شمالي کوريا هم د دې لپاره بنديزونه سخت کړي چې دغه هېواد د خپلو اټومي وسلو له پروګرام څخه لاس واخلي.