وسلهوالو طالبانو د بدخشان ولایت په کران و منجان ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، له دې ولسوالۍ چې له پنجشېر سره پوله لري سلګونو کورنیو د پنجشېر پریان ولسوالۍ ته پناه وړې ده.
د بدخشان د امنيه قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې لا هم په کران و منجان کې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه روانه ده خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تراوسه کره معلومات نشته.
له دې جلا د فاریاب د ولایتي شورا یو غړی محمد نادر سعیدي وايي چې د دولت وسلهوالو مخالفانو د دې ولایت د قیصار ولسوالۍ پر کوهي کلي حمله کړې ده.
سعیدي د ازادي راډیو خبریال ته نن یکشنبه وویل چې د طالبانو له لوري تېره شپه پر کوهي کلي په حمله کې ۵ تنه سیمهییز وسله وال وژل شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي.
د ښاغلي سعیدي په وینا وژل شویو کسانو د خپلې سیمې د ساتنې لپاره وسلې اخېستې وې.