سوډان کې د واکمنې شورا د جوړولو پر سر لومړنۍ موافقه وشوه

سوډان کې مظاهرې

د سوډان پوځي واکمنان او د اپوزیسیون مشران د یوې ګډې واکمنې شورا د جوړولو پر سر لومړنۍ موافقې ته ورسېدل.

دا د دواړو خواوو په خبرو کې مهم پرمختګ دی چې کېدای شي په‌دې کړکېچن افریقايي هېواد کې د ملکي حکومت سبب شي.

د پوځي حکومت پرضد د اعتراض کوونکو یوه مشر احمد الربيعه تېره شپه فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې د پوځ او ملکیانو ترمنځ د یوې ګډې شورا پر جوړولو موافقه شوې ده.

دا پرمختګ د دواړو خواوو په لومړنیو رسمي خبرو کې وروسته له دې وشو چې په‌دغه هېواد کې د مظاهرو په نتیجه کې د عمرالبشیر دېرش کلن استبدادي حکومت وپرځېد.