مکنزې: د ایران د هر ډول اقداماتو د مخنیوي لپاره امکانات لرو

د امریکا یو جګ‌پوړی پوځي قوماندان جنرال کینټ مکېنزې

د امریکا یو جګ‌پوړی پوځي قوماندان وايي، په خلیج کې د ایران د هر ډول خطرناکو اقداماتو د مخنیوي لپاره لازم امکانات لري.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینټ مکنزې د سیمې د سفر په ترڅ کې «سکای نیوز عربیه» ته وویل، امریکا به په خلیج کې د خپلو متحدانو په همکارۍ د ایران پر ضد ګډه جبهه جوړه کړي.

ده همدا راز وویل چې په سیمه کې له خپلو شریکانو او دوستانو سره تماسونو ته دوام ورکوي چې د ایران د ګواښ په وړاندې په ګډه ودرېږي.

د ډونالډ ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته امریکا په وروستیو دوو کلونو کې د ایران پر ضد اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.