د ارمنستان په زرګونو وګړو پرون په پلازمېنه يريوان او نورو ښارونو کې د نوې عمومي رخصتۍ د لمانځلو لپاره لاريون وکړ.
خو د اپوزيسيون ډلو خوا انتقادونه شوي چې حکومت د جشنونو لپاره دولتي پيسې په نامناسب ډول لګولي دي.
د اپرېل ٢٧مه، د «ښاريانو ورځ» پهدغه هېواد کې وروسته له هغې د يوې نوې رخصتۍ په توګه ومنل شوه چې د ارمنستان پارلمان د دې مياشتې په لومړيو کې يو قانون تصويب کړ.
پهدې ورځ په ملي سطحه د ٢٠١٨میلادي کال د هغو اعتراضونو ياد تازه کېږي چې د پخواني رهبر سرژ سرکسيان د لېرې کېدو او قدرت ته د نيکول پشينيان د رسېدو سبب شول.
پشينيان د فېسبوک په يوه پيغام کې ويلي، چې دغه ورځ د ټولو ارمنيانو لپاره يوه بريا ده.
د اپوزيسيون او د بشري حقونو ډلو د دې ورځې د جشن د تنظيم لپاره د بيت المال پر مصارفو انتقاد کړى دى.