د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پر خپل فرانسوي سيال ايمانوئل مکرون بيا انتقاد وکړ.
په داسې حال کې ده چې فرانسې څو ورځې مخکې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د ارمنانو د ډلهييزې وژنې د درناوي لومړي ملي مراسم ترلاسه کړل.
د فرانسې ولسمشر مکرون په فبرورۍ مياشت کې پرېکړه وکړه چې د هغې ډلهييزې وژنې د درناوي لپاره رسمي کلني مراسم ترسره شي.
په فرانسه کې تېره چهارشنبه د لومړي وار لپاره د ارمنانو د ډلهييزې وژنې د درناوي ملي مراسم ترسره شول.
اردوغان چې تر دې مخکې يې هم د فرانسې لهخوا پهدې مناسبت د ياد ورځې پر لمانځلو انتقاد کړى و، ويلي چې مکرون بايد په افريقا او نورو ځايونو کې د فرانسوي پوځيانو لهخوا د جنايتونو د ادعاوو ارزونه وکړي.
تر ٣٠ زياتونو هېوادونو او ګڼ شمېر تاريخپوهانو ويلي هغه وژنې چې په ١٩١٥میلادي کال کې پيل شوې، عامه وژنه وه.
ګومان کېږي هغه وخت تر يو نيم میليون زيات ارمنان وژل شوي دي.
انقره د عامه وژنې اصطلاح ردوي او وايي، د جګړې په نتيجه کې په دواړو لوريو کې کسان وژل شوي دي.