د بادغيس ولايت چارواکي وايي، په بالامرغاب ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت عادي شوى دى.
دفاع وزارت د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه ولسوالي له وسلوالو طالبانو تصفيه شوې ده.
د بادغيس د والي وياند جمشيد شهابي پرون ازادي راډيو ته وويل، په ولسوالۍ کې وضعيت د «ډاډ وړ» دى:
"د بالامرغاب ولسوالۍ امن کاملاً د ډاډ وړ دى. د بادغيس والي او ورسره لوړ پوړي امنيتي او دفاعي چارواکو دغې ولسوالۍ ته سفر کړى و. د دې ولسوالۍ ولسوال او امنيه قوماندان يې خلکو ته معرفي کړل."
په بالامرغاب کې تېره مياشت د درنو جګړو راپورونه ورکړل شول چې افغان امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپور ورکړل شوى و.
د دفاع وزارت مرستيال ډګر جنرال ياسين ضيا او د کورنيو چارو وزارت لوى امنيتي معين خوشحال سعادت تېره جمعه دغې ولسوالۍ ته سفر کړى و.
قاري يوسف احمدي چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند معرفي کوي، ځينو رسنيو ته ويلي، د ولسوالۍ په شا و خوا کې لا هم ځينې سيمې د دوى په کنټرول کې دي.