د اوکراین په لوهانسک کې د مړو کان کیندونکو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد

ارشیف، په اوکراین کې د ډبرو د سکرو یو کان کیندونکی

د اوکراین په ختیځ لوهانسک سیمه کې د ډبرو د سکرو په کان کې د چاودنې د مړو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد.

په دې سیمه کې د روس پلوو بېلتون غوښتونکو مشران چې د ډبرو د سکرو پر دې کان کنټرول لري، وايي چې د ټولو ورکو کان کیندونکو جسدونه تر لاسه شوي دي.

د مړو شویو کان کیندونکي دا شمېر د شنبې په ورځ وروسته له هغې اعلان شو چې د لټون او ژغورنې کارکوونکو د یورویکا په کلي کې د دې کان له ژورو د ټولو کان کیندونکو مړي را وویستل.

دا سیمه د روس پلوو بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې ده.

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي، د بېلتون غوښتونکو مشرانو په غوښتنه یې دې سیمې ته د کانونو ژوغورونکي استولي دي.

د اوکراین د حکومت د ژغورنې ادارې دې سیمې ته رسمي لاسرسی نه لري.