نن د ثور د میاشتې اتمه نېټه ده، له ننه ۲۷ کاله مخکې افغان مجاهدین د پخواني شوروي اتحاد له ځواکونو او له ملاتړي حکومت سره یې تر ۱۴ کلنې جګړې وروسته بري ته ورسېدل.
۶۵ کلن پخوانی افغان مجاهد شېرمحمد چې اوس د کابل په شمال کې په یوه سیمه کې چې تر ډېره بېوزلي په کې اوسېږي، بایسکلونه ترمیموي.
دی ۲۶ کلن و چې جهاد یې پیل کړ او د مجاهدینو تر بریا پورې له روسانو او د دوی ملاتړي حکومت سره په جګړه بوخت و.
کله چې مجاهدین د ثور په اتمه کابل ته راغلل، شېر محمد د درېیو میاشتو لپاره د یوې ۹۰ کسیزې ډلې قوماندان و.
د ثور اتمه نېټه دغه سپین ږیري ته یوه ښه او تاریخي ورځ ده، ځکه ۲۷ کاله مخکې یې له خپلو همغاړو مجاهدینو سره دا ورځ نماځلې وه.
دی وایي:
"یوه خوشحاله ورځ وه، ځکه بریا وه او روسان مو مات کړي وو، زمونږ خوشحالي او نیکمرغي په همدغې ورځ کې وه."
خو کله چې شېر محمد په دې پوه شو چې د مجاهدینو ډلې او تنظیمونه د واک پر سر جګړه کوي، د مجاهدینو له لیکې سره یې خدای پاماني وکړه.
ده زیاته کړه:
"ځکه مې دا لیکه پرېښوده چې زما پلار یو ښه عالم و، یو وخت یې ماته وویل چې اوس د جهاد وخت دی، خو دنیا اعتبار نه لري او یو وخت به د واک پر سر جګړه وي او په دغه جګړه کې چې هر څوک وژنه کوي او یا هم وژل کېږي، دواړه به دوزخ ته ځي، همغه خبره مې په غوږ کې وه، نو ځکه مې جګړې ته نه وویل."
۲۷ کاله مخکې مجاهدین د پخواني شوروي اتحاد د پلوي حکومت په ماتولو سره کابل ته راننوتل.
کابل چې مخکې تر دې هم د وسله والو نښتو شاهد و، د ډاکتر نجیب د حکومت تر سقوط وروسته په کې جګړو نور هم زور واخیست او خونړۍ شوې.
خو د مجاهدینو یو شمېر ډلې او تظیمونه له دې سره هم دا ورځ د اسلامي انقلاب د بریا د ورځې په نوم یادوي او بختوره یې بولي.
محمد اسماعیل خان چې هغه مهال د افغانستان په لوېدیځ کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر و، وايي:
"د ثور اتمه د خپلواکۍ، عزت او سرلوړۍ او د ظلم او یرغل په وړاندې د افغانستان د خلکو د څوارلسو کلونو ارمانونو ته د رسېدو ورځ وه."
کله چې مجاهدین د ۱۳۷۱ لمریز کال د ثور په اتمه بریا ته ورسېدل، صبغت الله مجددي د دوو میاشتو لپاره د اسلامي دولت د رئیس په توګه غوره شو.
ورسته تر هغې برهان الدین رباني واک خپل کړ چې د حکومت دوام یې د یو شمېر مجاهدینو په ځانګړي ډول د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له مخالفت سره مخ شو.
د واک پر سر د مجاهدینو تر منځ مخالفتونه په کورنیو جګړو بدل شول چې په ترڅ کې یې په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او په لسګونه زره نور کډوالۍ ته اړ شول.
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د ثور اتمه د بریا ورځ نه ګڼي.
نوموړي ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې دا ورځ د دوکې په نوم یاده کړه.
نوموړي زیاته کړه:
"د ثور اتمه د دوکې په ډول او د حقیقت خلاف وه او د ثور د اتمې دوهمه مرحله وه او له مرحلې مخکې تېره شوې وه او دا دوهمه وه، دوهمه مرحله په دې معنا چې هغه کسان چې د ثور د اوومې نېټې د فاجعې عاملین وو، خونړۍ جګړې یې پیل کړې او ویې غوښتل چې په اصطلاح یو شمېر مجاهدین هم په کې ورګډ کړي."
د ثور د اوومې او اتمې په اړه د ښاغلي حکمتیار اشاره دا ده چې د ثور په اوومه د افغانستان د خلق ډيموکراتیک ګوند د سردار محمد داوود خان په حکومت کودتا وکړه او نور محمد تره کی واک ته ورسېد.
د کمونستي ګوندونو واک د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ تر پایه تر ۱۳۷۱ کاله پورې دوام وموند.
د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ په وروستیو کې د دغه هېواد د جګړې د ختمېدو په هدف د ملګرو ملتونو هوکړه لیک د کابل او اسلام اباد ترمنځ د امریکا او پخواني شوروي اتحاد په څارنې سره لاسلیک شو.
د ډاکتر نجیب د حکومت یو شمېر غړي او پلویان یې، مجاهدین د ملګرو ملتونو د سولې د طرحې په وړاندې په کودتا تورنوي.
له دوی څخه یو هم جنرال عبدالواحد طاقت دی چې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال د خاد (امنیت) د یوې برخې مسؤل و.
ده وویل:
"دا د کودتا ورځ ده، دا کوم انقلاب نه و، کودتا د چا په وړاندې، کودتا د ملګرو ملتونو د طرحې په وړاندې یا همغه د بنن سوان او ډاکتر نجیب الله پنځه فقره يي طرحه چې دا پلان سبوتاژ شو، دا د هېواد د سولې، ثبات او امنیت لپاره د یو پراخ پروګرام د سوبتاژ ورځ ده."
که د ثور د اتمې نېټې له صفتونو او په دغه ورځ له انتقادونو تېر شو، نو مجاهدین او نورې ډلې او اشخاص چې د افغانستان په څلوېښت کلنو جګړو کې ښکېل وو، ټول د بشري حقونو د ملاتړو ادرو له انتقادونو سره مخ دي.
پوښتنه دا چې ایا د افغانستان خلک به هغوی وبخښي، کوم چې د افغانستان په څلور لسیزو جګړو کې یې برخه درلوده؟
د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسې سیما سمر د شنبې په ورځ د مجاهدینو د بریا د ۲۷مې کلیزې له نمانځلو یوه ورځ مخکې یوې خبري غونډې ته وویل:
"بخښنه هغه مهال کېږي چې مقابل لوری یعنې هغه څوک چې تورن دی، د افغانستان د حد اقل خلکو په وړاندې د جرم له امله بخښنه وغواړي، زه هیله لرم چې د افغانستان خلک یې وبخښي، ځکه که ویې نه بخښي، د خلکو په وژنو سره وینه تویدنه زیاتېږي او دا فاصلې پراخوي، نو ځکه مونږ خلک بخښنې ته هڅوو."
اوس د مجاهدینو له بریا ۲۷مه کاله تېرېږي، که څه هم اوس د کابل ښار جګړه ځپلې بڼه بدله شوې، خو د بېوزلو د استوګنې هغه سیمه چې شېر محمد د بایسکلونو ترمیموونکی په کې ژوند کوي، لا هم نه ده بدله شوې.
له هغه مې وپوښتل چې ولې د یو شمېر نورو قوماندانانو په شان د بنګلو او ښه ژوند خاوند نه شوې؟
"ځکه چې وډار شوم چې خدای ته په څه ځواب وایم، د بیت المال ځواب نه ورکول کېږي، د بیت المال په مال کې انسانان او حیوانان شریک دي، نو ځکه په بنګلو او پیسو پسې ونه ګرځېدم."
دا سپين ږیری چې یو وخت جهادي قوماندان و، پر افغانستان د روسانو د یرغل پر مهال یې یو ورور هم وژل شوی دی.
دا اوس له خپلې کورنۍ سره په یوه کرايي کور کې اوسېږي او د بایسکلونو د ترمیم له لارې په ورځ کې دوه تر درې سوه افغانۍ پیدا کوي.
راپور: اجمل تورمان
Your browser doesn’t support HTML5