چارواکي: په ارزګان کې د ۳ پاکستانیانو په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي

ارشیف، په ارزګان کې ځيني افغان ځواکونه د عملیاتو په حال کې

چارواکي وايي، په ارزګان کې د درې پاکستانیانو په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.

دا عمليات په کندهار کې مېشتې د صفر ۳ ځانګړې قطعې ځواکونو د ترينکوټ د سرخ مرغاب په سيمه کې ترسره کړي دي.

د دې ځواکونو له خوا ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عملياتو پر مهال ۱۲ وسله وال وژل شوي چې درې يې پاکستاني اتباع دي.

سرچينه وایي چې وژل شويو پاکستانيانو، طالبانو ته په سیمه کې د ماين جوړولو روزنه ورکوله.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د عملياتو پر مهال ۵ وسله وال ژوندي نيول شوي او ملکي خلکو ته زيان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.