د بغلان ولایت د پلخمري ښار په دو سرکه سیمه کې لار بنده ده.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي چې لسګونه اعتراض کوونکي له پرون راهیسې موټر نه پرېږدي چې پر دې لار تېر شي.
دې کسانو د ولسې جرګې د یوه ګټونکي کاندید محبوب الله غفاري په ملاتړ مظاهره کړې.
غفاري د درغلۍ په تور له یوې میاشتې راهیسې په کابل کې زنداني دی.
اعتراض کوونکي وایي، پولیسو د دوی دوه ملاتړي وژلي، خو د کورنیو چارو وزارت دا تور رد کړی دی.
د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي تېره شپه وویل:
"پر ټولنیزو رسنیو داسې ویل شوي چې پولیسو پر دغو مظاهره چیانو ډزې کړي دي، خو داسې نه و، یو مقناطیسي ماین و چې چاودلې دا ماین مخالفینو ایښې و که معترضینو، په دې اړه څېړنې روانې دي."
د ښاغلي رحیمي په وینا، په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او درې تنه ټپیان دي.