د ننګرهار استازي په شیرزادو، حصارک او خوګیاڼو کې پوځي عملیات غواړي

د ننګرهار د خلکو استازو له حکومته غوښتنه کړې چې په شېرزادو، حصارک او خوګیاڼو کې د داعش او وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات وکړي.

د ننګرهار په دې ولسوالیو کې تېره اوونۍ د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ سختې نښتې وشوې او له امله يې لسګونه کورنۍ له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوې.

د ننګرهار د خلکو یو شمېر استازو پرون د اپرېل په شپږویشتمه د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په دې اړه خبرې کړي دي.

د ملي امنیت شورا د خبرپاڼې په حواله، د ننګرهار استازو ویلي چې په شېرزادو، حصارک او خوګیاڼو کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو جګړې خلکو ته زیات مالي تاوان رسولی دی.

د ننګرهار امنیه قوماندان ژمنه کړې چې په دې درېیو ولسوالیو کې به پراخ عملیات پیل شي.