د کورنیو چارو وزارت: په بغلان کې پولیسو پر لاریونوالو ډزې نه دي کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په بغلان کې پولیسو پر مظاهره چیانو ډزې نه دي کړي.

د وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون د اپرېل په شپږویشتمه وویل چې هلته د ماین په چاودنه کې یو وګړی وژل شوی او درې تنه زخمیان شوي دي.

نصرت رحیمي ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي:

"پر ټولنیزو رسنیو داسې ویل شوي چې پولیسو پر هغو مظاهره چیانو ډزې کړې وې خو داسې نه و، یو مقناطیسي ماین و چې چاودلی، خو دا چې مخالفینو ایښی و او که معترضینو، په دې اړه څېړنې کېږي."

په بغلان کې پرون پرون ولسي جرګې ته د یوه کاندید محبوب الله غفاري پلویانو مظاهره وکړه او د کابل او بغلان سړک یې هم بند کړ.

د رپوټونو پر اساس، کاندید محبوب الله غفاري د درغلۍ او فساد په تور په کابل کې نیول شوی او نوم یې د بغلان د بریالیو وکیلانو له وروستي لېسته ایستل شوی دی. د هغه لسګونو پلویانو پرون په بغلان کې مظاهره وکړه.