د امریکا د سمندري ځواکونو د یوه مصنبدار جنازه چې په افغانستان کې وژل شوی و، پرون د اپرېل په شپږویشتمه خاوروته وسپارل شوه.
کرسټفر سلاتمن ۴۳ کلن و.
هغه د اپرېل په اتمه نېټه د بګرام هوايي اډې ته نږدې په یوه حمله کې ووژل شو.
د کرسټفر سلاتمن جنازه پرون په ځانګړو مراسمو په نیویارک کې خاورو ته وسپارل شوه.
هغه درې اوونۍ وخت درلود چې په افغانستان کې یې ماموریت پای ته ورسېږې او خپلې کورنۍ ته ستون شي، خو ووژل شو.
له هغه درې لوڼې پاتې شوې دي.
د اپرېل په اتمه د بګرام پوځي اډې ته نږدې په حمله کې له کرسټفر سلاتمن سره د هغه دوه نور پوځي ملګري هم وژل شوي وو.