ټرمپ: د اوتو وارنبیر په نوم شمالي کوریا ته هېڅ پېسې نه دي ورکړل شوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ رد کړه چې شمالي کوریا ته یې د هغو دوو ميلیونو ډالرو د ورکولو اجازه ورکړې چې شمالي کوریا د یوه زنداني امریکايي محصل د درملنې لپاره غوښتل.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ وویل چې شمالي کوریا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې مخکې تر دې چې ۲۲ کلن امریکایی اوتو وارمبیر امریکا ته وسپارل شي، د هغه د روغتیايي لګښت بل امریکا ته استولی و.

واشنګټن پوسټ وویل چې ټرمپ شمالي لوري ته د دې پېسو د ورکولو اجازه ورکړې ده.

ډونالد ټرمپ پرون د اپرېل په شپږویشتمه پر ټوېټر ولیکل:

"د اوتو وارنبیر په نوم شمالي کوریا ته هېڅ پېسې نه دي ورکړل شوي، نه دوه ميليونه ډالر، نه هېڅ بل شي."

اوتو وارمبیر په شمالي کوریا کې تر څو میاشتو زندان تېرولو وروسته، د ۲۰۱۷ میلادي کال په جون میاشت کې امریکا ته واستول شو.

هغه امریکا ته په کوما کې استول شوی و او شپږ ورځې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

اوټو وارمبیر په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د سیاحت لپاره شمالي کوریا ته تللی و.

هغه په شمالي کوریا کې له خپله هوټله د یوه تبلیغاتي پوستر د غلا په تور ونیول شو.

اوټو په شمالي کوریا کې په ۱۵ کاله سخت کار او زندان محکوم شوی و.