ملي امنیت په لوګر کې د طالبانو د چاودېدونکو موادو یوه ډیپو ویجاړه کړه

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو یې په لوګر کې د طالبانو د چاودېدونکو موادو یوه ډیپو ویجاړه کړه.

د ملي امنیت د ریاست له خبرپاڼې سره سم، دا عملیات د لوګر په خروار ولسوالۍ کې وشول او په ترڅ کې یې ۶ مشکوک طالبان نیول شوي او یوزرو شپږ سوه پنځوس کیلو چاودېدونکي مواد له یو شمېر مخابرو او موبایلونو سره د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.