روغتیايي چارواکو د امریکا د کلیفورنیا ایالت د لاس انجلس د ۲ پوهنتونونو سلګونه کارکوونکي او محصلان د دې لپاره قرنطین کړل چې ممکن د شري په ناروغۍ اخته شوي وي.
دوی دا نه شي تاییدولی چې ایا دا کسان واکسین شوي او که نه دي.
قرنطین شوي کسان باید له کوره ونه وځي، له نورو خلکو سره تماس ونه نیسي او که د شري د ناروغۍ نښو پکې وده وکړه، باید سمدستي روغتیايي مسؤلانو ته خبر ورکړي.
د روغتیا نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې دا ناروغي د هغو کسانو په منځ کې په چټکه خپرېږي چې واکسین شوي نه دي.