چارواکي وایي چې په ارزګان کې یې ۵۳ تنه افغان سرتېري د وسله والو طالبانو له زندانه ازاد کړي دي.
د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، دغه سرتېري یې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو پر مهال تېره شپه د وسله والو طالبانو له زندان ازاد کړي.
دوی زیاتوي چې د یادو عملیاتو پرمهال يې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوړلې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسینو څه نه دي ویلي.