طالبان: تدامیچي یاماموتو له ملا عبدالغني برادر سره کتلي

ارشیف، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو

طالبان وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د پنجشنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو د مرکچي هیئت له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

د روېټرز خبري اژانس د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې وايي، په دوحه کې د دوی د مرکچي هیئت د مشر ملا برادر او نورو غړو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پرونۍ خبرې د سولې په روانو هڅو، ولسي مرګ ژوبلې او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې په بشري مرستو متمرکزې وې.

روېټرز خبري اژانس د یوناما د چارواکو له خولې وايي چې دوی په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ښکېلو غاړو سره پرله پسې تماسونه لري، په تماس کې دي او په دې لړ کې په دوحه کې له طالبانو سره هم منظمې غونډې لري.

په دوحه کې د یوناما مشر په داسې حال کې له طالبانو سره ګوري چې په کابل کې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې چمتووالی روان دی.

په عین حال کې په مسکو کې د چین، روسیې او امریکا استازي هم د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي.