امریکا په کابل کې د خپل سفارت مامورین نیمایي راکموي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو غواړي چې په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو شمېر د بلې میاشتې له پای نیمايي ته راکم کړي.

روېټرز وايي، د درې امریکايي چارواکو په شمول څلورو سرچینو ورته ویلي، امریکا پلان لري چې په کابل کې د خپل سفارت د کارکوونکو شمېر نیمايي ته راکم کړي.

د کانګرس یوې سرچینې روېټرز ته ویلي، په کابل کې به د امریکا د سفارت د کارکوونکو کمول د مې له ۳۱مې نېټې پیل شي.

په راپور کې د امریکايي چارواکو او د کانګرس د سرچینو له قوله ویل شوي چې په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو د شمېر د کمولو په اړه دې پرېکړې د افغانستان د سولې د بهیر د اغېزمنېدو په اړه اندېښنې پیدا کړي دي.

روېټرز خبري اژانس وايي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو له خوا په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو د کمولو پرېکړه تر هغه څه شااوخوا یو کال مخکې ده چې تمه یې کېده.

په راپور کې دې اندېښنې ته هم اشاره شوې چې ښايي د امریکا دا اقدام د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ له افغان حکومت سره چې لا دمخه یې د سولې په هڅو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر چلند نیوکه کړې، بې باوري زیاته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې روېټرز خبري اژانس ته په دې اړه د یوه ايمېل په ځواب کې ویلي، دوی د خپلو پالېسیو اهدافو ته په پام په نړۍ کې د امریکا پر ماموریتونو تل غور او بیا کتنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ویاندې زیاته کړې چې د ولسمشر ټرمپ اداره په افغانستان کې د دوامدارې سولې له لارې د جګړې ختمول غواړي او واشنګټن به افغانستان کې پیاوړی حضور وساتي.