وال سټریټ ژورنال: افغان او امریکايي چارواکي باور لري چې افغان جګړه په خپل حال پاتې

وال سټریټ ژورنال:

په افغانستان کې د ملکیانو د تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما تازه راپور د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې توجو ور جلب کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، افغان او امریکايي چارواکي په دې باور دي چې د افغانستان جګړه په خپل حال پاتې ده.

ورځپاڼه لیکي، د جنګونو او رقم رقم تاوتریخوالي هدف په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې ګټه پورته کول دي.

د افغانستان د جګړې د هواري لپاره د یوې جامع حل لارې د لټون هڅې وروسته له هغه شاته ولوېدې چې په دوحه کې د طالبانو او افغان سیاسیونو بین الافغاني خبرې لغوه شوې.

ورځپاڼې د یوناما د راپور په حواله لیکلي چې افغان ځواکونو د اورپکو پر ضد د عملیاتو پر مهال اکثر وخت د ځوانې افغان هوايي قوې یا امریکايي پوځیانو مرسته غوښتې چې په نتیجه کې یې ځیني وخت ملکیان زیانمن شوي دي.

د یوناما په راپور کې چې چهارشنبه خپور شوی، راغلي چې د اورپکو له خوا بمي چاودنې او د دولت پلویو ځواکونو له خوا هوايي عملیات تر ډېره د ملکیانو مرګ ژوبلې زیاتې کړي.

وال سټریټ ژورنال په دوام کې د یوناما د راپور په حواله دا هم لیکلي چې افغان او امریکايي پوځیان د طالبانو او نورو اورپکو په نسبت ډېر شمېر ملکیان وژلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین له ازادي راډیو سره په خبرو کې طالبان او نور جګړه ماران د ملکیانو د تلفاتو اصلي عاملین بللي دي.

میلیټري ټایمز:

میلیټري ټایمز امریکايي ورځپاڼې په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید د لابراتوارونو د له منځه وړلو په کمپاین باندې مقاله لیکلې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش جان سوپکو په یوه بحث کې دې نتیجې ته رسېدلی چې د مخدره موادو د لابراتوارونو د بمبار کمپاین ډېر موثر نه و.

د میلیټري ټایمز په مقاله کې راغلي چې دغه کمپاین د طالبانو د تمویل د سرچینو په وچولو کې لازم موثریت نه دی لرلی او امکانات احتمالاً بېځایه لګېدلي.

د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان په اکثر جنوبي ولایتونو کې تېر کال د مخدره موادو ګڼ لابراتوارونه بمبار کړي دي.

میلیټري ټایمز په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د ویاندې لیسا ګارسیا په حواله بیا لیکلي چې د ۲۰۱۸ کال تر اپرېله پورې دغو بریدونو طالبان له نږدې دوه سوه میلیونه ډالره عوایدو محروم کړي.

د مخدره موادو کاروبار د افغان حکومت په باور د جنګ د دوام یو عمده دلیل دی او ترهګرې ډلې ترې تمویلېږي.

د میلیټري ټایمز د مقالې په دوام کې د جان سوپکو په حواله یو ځل بیا راغلي چې متخصصینو د لابراتوارونو د بمبار کمپاین بې ګټې بللی، ځکه د ده په خبره، لابراتوارونه ډېر واړه وو.

سوپکو چې پر یوه مېز راټول شویو شااوخوا شلو تنو خبریالانو ته غږېده، مېز ته اشاره کړې او ویلي يې دي چې د مخدره موادو لابراتوارونه تر دغه مېز هم واړه وو.