په سرپل کې پرون د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ولسي غونډه وشوه

ارشیف، افغان ځواکونه د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د عملیاتو په حال کې

په سرپل کې پرون، د اپرېل په پنځه ویشتمه د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ولسي غونډه وشوه.

سرپل په وروستیو کې د افغانستان له ډېرو نا امنو ولایتونو ګڼل کېږي.

په پرونۍ غونډه کې د سرپل د علماوو د شورا مشر مولوي نقیب الله پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې اور بند او له حکومت سره د روغې جوړې لپاره خبرې وکړي.

ده وویل:

"زموږ اردو، پولیس او امنیت زموږ د ویاړ وړ دي، هغوی زموږ ځان او عزت خوندي کړی دی."

په سرپل کې د غونډې نورو ګډونوالو هم مذاکرې په افغانستان د روان بحران د حل یوازنۍ لار وبلله.

وسله والو طالبانو او د افغانستان حکومت په وروستیو کې تازه پوځي عملیات پیل کړل.

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلکو په ولسي غونډو کې له دواړو خواو غوښتنه کړې چې له جګړې لاس واخلي.