بریتانیې د ایران له لوري د دوو بندیانو د تبادلې وړاندیز رد کړ

د بریتانیا بیرغ

د بریتانیې حکومت د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دوو بندیانو د تبادلې وړاندیز رد کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چهارشنبې په ورځ بریتانیې ته وړاندیز وکړ چې دوه بندیانې ښځې نازنین زاغري راتکلف او نګار قدس کني تبادله کړي.

نازنین زاغري راتکلف ایراني الاصله بریتانوۍ ده چې په ایران کې د رژیم پر ضد د فعالیت په تور نیول شوې او زنداني ده.

هغې تامسن روېټرز ادارې ته کار کاوه او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې چې د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره تهران ته تللې وه، ونیول شوه.

نګار قدس کني په خټه ایرانۍ ده او په استرالیا کې اوسېده.

د امریکا حکومت پر نګار قدس کني تور پورې کړی چې ځان یې د یوه مالیزیايي شرکت مامور معرفي کړی و او په امریکا کې یې د محرمې معلوماتي ټکنالوژۍ د موندلو هڅه یې کوله.

هغه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ونیول شوه.

امریکا غوښتنه کړې چې قدس کني ورته وسپاري.

د بریتانیې دبهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران دا وړاندیز د شرم وړ ډيپلوماتیک حرکت دی.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر، جرمي هنټ پرون د اپرېل په پنځه ویشتمه وویل چې د ایران دا وړاندیز د دې لپاره د منلو وړ نه دی چې بېګناه وړګړي زنداني کوي او بیا د سیاسي ګټې لپاره کار ورڅخه اخلي.