د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اجازه ورکړه چې شمالي کوریا ته دوه ميلیونه ډالر چې د شمالي کوریا چارواکو د یوه زنداني امریکايي محصل د درملنې لپاره غوښتي و، ورکړل شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون، د اپرېل په پنځه ویشتمه، خبر ورکړ چې شمالي کوریا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې مخکې تر دې چې ۲۲ کلن امریکایي اوتو وارمبیر امریکا ته وسپارل شي، د هغه د روغتیايي لګښت بل امریکا ته استولی و.
اوتو وارمبیر په شمالي کوریا کې تر څو میاشتو زندان تېرولو وروسته، د ۲۰۱۷ میلادي کال په جون میاشت کې امریکا ته واستول شو.
هغه امریکا ته په کوما کې استول شوی و او شپږ ورځې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
اوټو وارمبیر په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د سیاحت لپاره شمالي کوریا ته تللی و.
هغه په شمالي کوریا کې له خپله هوټله د یوه تبلیغاتي پوسټر د غلا په تور ونیول شو او په ۱۵ کاله سخت کاربند محکوم شو.
هغه ۱۷ میاشتې په شمالي کوریا کې په زندان کې تېرې کړې.
د اوتو مغز ته تاوان رسېدلی و او له امله یې مړ شو.
شمالي کوریا ویلي چې وارمبېر د خوګ غوښه او سابه خوړلي و او ناروغه شوی و او اعصابو یې له دې امله چې له دوا سره یې حساسیت ښکاره کړی و، صدمه لیدلې وه.