د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل په يوه خصوصي پوهنتون کې د چاودنې په نتيجه کې ٥ کسان ټپيان شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد ازادي راډيو ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار په جهان خصوصي پوهنتون کې وشوه.
دغه پوهنتون د کابل په کارته نو سيمه کې چې په اتمې امنتيي حوزې پورې مربوطېږي، پروت دى.
مجاهد وايي، حمله کوونکي غوښتل چې منفجره مواد د پوهنتون په تشناب کې ځاى پر ځاى کړي چې خپله پر ده وچاودېدل.
د دې پېښې په اړه د دولت کومې مخالفې وسلوالې ډلې تبصره نه ده کړې.