دفاع وزارت: طالبان د حګړې په شدت سره د سولې په پروسه کې امتیاز غواړي

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په غونډه کې

د افغانستان دفاع وزارت مني، د پسرلي په راتګ سره په‌دې هېواد کې جګړه تېزه شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د روان پسرلي له پیله په جګړه کې شدت راغلی دی، خو ډاډ ورکوي چې په هره برخه کې به وسله‌والو مخالفینو ته ماته ورکړي.

د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۵» ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل چې وسله‌وال طالبان غواړي چې د حګړې په شدت سره د سولې په پروسه کې امتیاز طلبي وکړي.

دی وايي:

"جګړه په‌دې زیاته شوې چې پسرلی دی، وسله‌والو عملیات اعلان کړي، بهرني بادارانو یې ورته امر کړی، خو هرې خوا ته چې سر پورته کوي، دفاع‌يې کېږي همدا شان ډېر نور مسایل هم شته، لکه د سولې پروسه کې د امتیاز ګیرۍ لپاره، د نویو او سترو اقتصادي پروژو د په ټپه درولو لپاره دي، موږ د جګړې غوښتونکي نه‌یو، خو په هر ځای کې چې جګړه وي په ښه توګه‌یې دفاع شوې."

ښاغلي خالد د دغه وزارت د تېر کال د بېلابېلو لاسته راوړنو یادونه هم وکړه او ویې‌ویل چې روان کې کال به د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له لوري د افغانستان پوځ ته تجهیزات ورکړل شي.

نوموړي وویل، په هغو سیمو کې جګړه روانه ده او د افغان پوځ امنیتي پوستې په‌کې شته، خو نه‌شي کولای له هېواد دفاع وکړي هغه به هم راټول او پر ځای به‌یې پیاوړي سرتېرې ورواستوي.

د افغانستان ملي دفاع وزرات د طالبانو له لوري د عملیاتو د اعلان په پرتله د ځنډ په اړه وویل چې ځکه‌یې امنیتي پلان ناوخته اعلان کړ چې د سولې خبرې ټکنۍ نه‌کړي او د جګړې اور زیات نه‌شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغان حکومت له لوري د مخالفو وسله‌والو د ځپلو لپاره د خالد په نوم عملیات پلان او د طالبانو له لوري بیا د الفتح په نوم عملیات اعلان شوي او اوس په دغو نومونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې جګړه روانه ده.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر بیا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جنايي جرمونو د کچې د ټیټېدو خبر ورکوي.

مسعود اندرابي چې په همدې غونډه کې يې د تېر کال لاسته راوړنې بیانولې وویل:

"تېر کال همدا مهال ۵۰۶۴ د جرمونو پېښې ثبت شوې وې او سږ کال بیا دا ۴۳۶۵ پېښې دي چې کموالی ښیي، خو اساسي خبره دا ده چې دا شمېرې درد نه‌دوا کوي، باید دغه اندېښنې چې د افغانستان په تېره بیا د کابل خلکو سره دي، حد اقل ته راکمې شي او له مجرمینو سره په جدي او قاطع ډول مبارزه وشي."

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې د فساد شتون رد نه‌کړ، خو له مفسدینو سره چلند يې له ترهګرو سره پر مبارزې پرتله کړ او ویې ویل چې په‌دې برخه کې له فساد سره جدي مبارزه روانه ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد له ملي دفاع وزارت سره په هم‌غږۍ ټینګار وکړ چې د هېواد د امنیت او ثبات لپاره به په ګډه کار کوي.

راپور: فېروزه عزیزي