خلیل‌زاد: افغانان له تاوتریخوالي ستړي شوي، د جنګ بندېدل غواړي

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په کابل کې د امریکا په سفارت کې ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال. kabul

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي وسله‌والو طالبانو ته بلنه ورکړې چې له نورو افغانانو سره یوځای شي او دا کال د سولې کال کړي.

خلیل‌زاد نن د پنجشنبې په ورځ په ټويټر کې ليکلي، افغانان له تاوتریخوالي ستړي شوي او نور د جنګ بندېدل غواړي.

ښاغلي خليل‌زاد ليکلي:

"طالبان وايي چې اوربند يې په اجنډا کې نه‌شته، خو زموږ اجنډا سوله ده. افغانانو کافي تاوتریخوالی ولید او د جنګ خاتمه غواړي. متحده ایالات ورسره ولاړ دي."

زلمي خلیل‌زاد دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما پرون په خپل راپور کې دولت پلوي ځواکونه په وروستیو درېیو میاشتو کې د زياتو ملکیانو د مرګ ژوبلې عاملین بللي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړى استازى زلمی خلیل‌زاد د افغانستان د سولې د پروسې د چټکتيا په هدف څو هېوادونو ته په اووم سفر وتلى دى.