پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان ايالات کې د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسين يوه کارکوونکې په ډزو وژل شوې ده.
پوليس وايي، دوو موټرسايکل سپرو کسان نن په چمن کې د پوليو کمپاين پر ټيم حمله وکړه.
پوليسو ويلي چې وژل شوې ښځينه کار کوونکې ٣٥ کلنه وه او نسرين نومېدله.
چارواکي وايي، د پوليو ضد کمپاين يوه بله کارکوونکې رشيده په پېښه کې سخته ټپي شوې ده.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکولو کمپاين تېره سې شنبې پيل شو.
په خېبر پښتونخوا ايالات کې يو پوليس چې د پوليو ضد واکسين د کارکوونکو څارنه يې کوله، پرون په ډزو ووژل شو.
پرون په بنو کې هم يو پوليس چې د پوليو له يوه ټيم سره د ملګري کېدو لپاره روان و، د نامعلومو حمله کوونکو په ډزو ووژل شو.
د دغو وژنو انګېزه لا څرګنده نهده.