چارواکي: هلمند کې د طالبانو ١٢٠٠ کېلو ګرامه مخدره توکي نیول شوي

د افغانستان په نقشه کې د هلمند ولایت

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په هلمند ولايت کې د وسله‌والو طالبانو ١٢٠٠ کېلو ګرامه مخدره مواد نيول شوي دي.

دغه رياست نن په خپله اعلاميه کې ويلي چې ځانګړو قطعاتو يې په مارجې ولسوالۍ کې د انارګل په نوم د طالبانو د يوه قوماندان پر مرکز عمليات کړي دي.

ويل شوي چې په‌دغو عملياتو کې ٥ عرادې وسايط، وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.

د ملي امنيت په اعلاميه کې ويل شوي چې لاسته راغلي مواد د تخنيکي ډلې له‌خوا په ساحه کې سوځول شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ويلي.