د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې به کله اعلانېږي؟

ارشیف، په کندهار کې په تېرو انتخاباتو کې خپله رایه کاروله, 27 October 2018

د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رأیه، زما حق» ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ بحث د ولسي جرګې پرانیستې او د څو ګوتې په شمار انتخاباتي حوزو د رأیو وروستیو پایلو اعلان ته ځانګړی شوی دی.

د ولسمشر غني له لوري ملي شورا داسې مهال پرانیستل کېږي چې لا هم انتخاباتي کمېسیونونو د ځینو انتخاباتي حوزو وروستۍ پایلې نه‌دي اعلان کړي.

دا چې:

  • د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې به کله اعلانېږي؟
  • او د څو انتخاباتي حوزو د وکیلانو په نشتوالي کې د ملي شورا افتتاح کومه له حقوقي پلوه کومې ستونزې لري؟

دغه پروګرام رحمت‌الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

زما رایه زما حق