د نړۍ د لسګونه هېوادونو رهبران چين ته په رسېدو دي چې د «یو کمربند، یو لارې» د پروژې په غونډه کې برخه واخلي.
په پام کې ده په پلازمېنه پيکېنګ کې دغه غونډه نن د پنجشنبې په ورځ پيل او تر شنبې پورې دوام وکړي.
د "یو کمربند، یو لارې" په نوم د چين د دې پروژې هدف چې ارزښتيې يو ټريلیون ډالرو ته رسېږي، د رېللارو، سړکونو، بندرونو او د انرژۍ د زېربناوو ايجاد دى.
دغه پروژه به چين له اروپا، افريقا او د اسيا له نورو برخو سره وتړي.
د امريکا متحده ايالاتو او د اروپايي ټولنې ګڼو غړو هېوادونو د چين پر دغې پروژې او د سيمهييزو زېربناوو د پور لپاره د چين پر هڅو انتقاد کړى دى.
دوى خبردارى ورکړى چې دغو هڅو ځيني پرمختيايي هېوادونه د هغو پورونو له کبله ناراحته کړي چې د بېرته ادا کولو توانيې نهلري.
پهدې غونډه کې به د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين، د پاکستان صدراعظم عمران خان، د ايټاليا صدراعظم جوزپه کونټه او لسګونه نور رهبران برخه واخلي.