د شمالي کوريا رهبر وايي، د روسيې له ولسمشر سرهيې «ډېرې با مفهومې» خبرې وکړې.
دا د کېم جونګ اون او ولادیمير پوتين ترمنځ لومړۍ مخامخ کتنه وه.
دواړو مشرانو نن د پنجشنبې په ورځ د روسيې د لیرې ختيځ ښار ولاديوستوک په يوه پوهنتون کې سره وکتل.
دا کتنه وروسته له هغې وشوه چې د امريکا د متحده ايالاتو او شمالي کوريا ترمنځ له اټمي وسلو د کوريا ټاپو وزمې د تصفيې لپاره خبرې ناکامه شوې.
د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون له ولسمشر پوتين سره تر دوه ساعته مخامخ خبرو وروسته وويل:
"موږ د سولهييز حل پر امکاناتو خبرې وکړې."
ولسمشر پوتين وويل، ده او کېم د شمالي کوريا د اټمي پروګرام د ولاړ کړکېچ د حل پر لارو چارو نظرونه تبادله کړل.
کېم جونګ اون پرون په يوه رېلګاډي کې د روسيې ولاديوستوک ښار ته ورسېد.