د افغانستان د سولې عالي شورا په مسکو کې د روسيې په کوربهتوب درې اړخيزه غونډه مهمه وبلله.
نن دې پنجشنبې په ورځ پهدې غونډه کې د امريکا، روسيې او چين استازي د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي.
د سولې عالي شورا مرستيال وياند اسدالله زائري تمه وښوده چې د مسکو غونډه به د پام وړ نتيجې ورکړي.
دی زیاتوي:
"تمه مو دا ده چې دغه برخهوال هېوادونه او زلمى خليلزاد په داسې غونډو کې هڅه وکړي چې جدي او کوټلي ګامونه واخلي او د سولې پروسې په چټکتيا او د بينالافغاني خبرو په پيل کې د دغو هېوادونو هڅې په جدي او اساسي ډول مطرح شي."
د مسکو په نننۍ غونډه کې د افغانستان د حکومت کوم استازى برخه نهلري.
تر دې مخکې په فبرورۍ مياشت کې په مسکو کې د ځينو افغان سياستوالو او د طالبانو د استازو ترمنځ غونډه جوړه شوې وه.