د کاپیسا ولایت سلګونه اوسېدونکو نن د هغه څه په خاطر چې دوی یې د وروستیو سېلابونو له امله د حکومت بېپامي بولي، د اعتراض په توګه د دې ولایت لویه لاره د ټرافیکو پر مخ وتړله.
مظاهرهکونکي وایي، وروستیو سېلابونو ورته ډېر مالي زیانونه رسولي، خو حکومت ورته هېڅ پاملرنه نهده کړې.
د مظاهره کوونکو په خبره وروستیو سېلابونو په سلګونه کورونه وران او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خرابه کړې او تر هغو به خپل اعتراض پای ته ونهرسوي چې حکومت ورسره لازمې مرستې ونهکړي.
په عین حال کې د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري وایي، د سېلابځپلو سیمو ارزونه بشپړه شوې او ډېر ژر به زیانمن شویو ته د مرستو رسولو بهیر پیل شي.