د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د ولسمشر پر هغه فرمان انتقاد کړی چې د اوکراین په ختیځ کې د روسپلوه بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمو اوسېدونکو ته د روسیې د تابعیت ورکولو پروسه اسانه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې روسیه په دغه ډېر پاروونکي اقدام سره د اوکراین پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تېری لا سختوي.
د پوتین دغه فرمان چې د کرملېن په وېبپاڼه کې خپور شوی، کیفیې په وړاندې له قهره ډک عکسالعمل څرګند کړی دی.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دغه فرمان د اوکراین په کورنیو چارو کې مداخله او تېری بللی او یوه لوېدیځ ډیپلومات هم ازادي راډیو ته هغه یو ډېر پاروونکی ګام بللی چې په وینا یې پهدې جګړه ځپلې سیمه کې به وضعیت لا خراب کړي.
په ملګرو ملتونو کې د اوکراین ډیپلوماتیک مأموریت په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي چې کیف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې د رابللو غوښتنه کړې چې د روسیې پر دغه بېباکه پرېکړې چې په مؤقته توګه د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې خلکو ته روسي پاسپورټونه ورکوي، بحث وکړي.