د بادغيس ولايت چارواکي وايي، د بالامرغاب ولسوالۍ د تصفيې لپارهيې پوځي عمليات لا هم ادامه لري.
تېره مياشت له دې ولسوالۍ د سختو جګړو، افغان امنيتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبرونه ورکړل شوي وو.
د بادغيس د والي وياند جمشيد شهابي پرون د چهارشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وويل، عمليات د ځينو ملحوظاتو له کبله پڅ روان دي.
دی وايي:
"ځينې مهمې سيمې د وسلهوالو له شتونه پاکې شوي. د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ د ودانۍ شااوخوا ځيني کليدي کلي تصفيه شوي، خو بيا هم په ځينو سيمو کې په وقفهيي ډول نښتې دوام لري."
وسلهوالو طالبانو تېره مياشت پر بالامرغاب ولسوالۍ ډلهييزې حملې وکړې.
چارواکو تأييد کړې وه چې امنيتي ځواکونو د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ له ودانيو تاکتيکي شاتګ کړى دى.