د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، په پوځي عملياتو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې اصلي عاملان وسلهوال طالبان او نورې «ترورېستي ډلې» دي.
د دې شورا وياند وايي، د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندوى مأموريت يا يوناما پرونى راپور د دوى لهخوا څېړل کېږي.
د ملي امنيت شورا وياند طارق ارين پرون د چهارشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وويل:
"زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه په خپلو عملياتو کې جنګي قوانين او د جنګ اصول مراعتوي، خو وسلهوال طالبان او نورې ترورېستي ډلې په لوى لاس د ملکيانو د مرګ ژوبلې سبب کېږي. دوى له ملکيانو د ډال په توګه کار اخلي. دوى د خلکو له کورونو او جوماتونو استفاده کوي چې دا موضوع د ملکيانو د مرګ ژوبلې سبب کېږي."
د يوناما په راپور کې ويل شوي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په نسبت د ملکيانو مرګ ژوبله ۲۳ سلنه کمه شوې ده.
خو راپور وايي، د دولت د وسلهوالو مخالفانو لهخوا چاودنې او د دولت پلوه ځواکونو هوايي حملې تر ډېره د ملکيانو د مرګ ژوبلې سبب شوې دي.