د افغانستان چارواکي وايي هڅه کوي د ولس او محلي اردو په ملاتړ د داعش ډلې د تحرکاتو مخه ونيسي.
- ننګرهار
د ننګرهار چارواکي وايي، په شېرزاد او خوګياڼو ولسواليو کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش او وسلهوالو طالبانو ترمنځ دوه ورځنۍ جګړه پرون د چهارشنبې په ورځ پاى ته ورسېده.
د ننګرهار چارواکو دا په تېر يوه کال کې د دواړو سيالو ډلو ترمنځ تر ټولو سخته جګړه بللې ده.
د والي وياند عطاالله خوګياڼي پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل، ولايتي اداره په پام کې لري د شېرزاد او خوګياڼو ترڅنګ په ناامنو ولسواليو کې د محلي اردو کنډکونه ځاى پر ځاى کړي.
دی وايي:
"په تېرو څو ورځو کې مو د شېرزاد په ٥ کېلو مترۍ کې عمليات ترسره کړل، څو په نږدې راتلونکي کې د محلي اردو د هغو درېيو ټوليو لپاره زمينه برابره شي چې هلتهيې ځاى پر ځاى کړو. په پلان کې لرو چې په حصارک، شېرزاد او خوګياڼو ولسواليو کې محلي اردو جذب کړو او هلتهيې په دنده وګمارو. تر هغه وړاندې به پهدغو سيمو کې پوځي عمليات کېږي. دغهراز به په ځينو سيمو کې ولسي پاڅونوال هم د ملي امنيت په چوکاټ کې وګمارل شي."
د والي وياند وايي، په شېرزاد او خوګياڼو کې د دوه ورځنۍ جګړې په نتيجه کې ٩ وسلهوال طالبان وژل شوي، ځيني کسان بيا د داعش د وسلهوالو لهخوا بیول شوي دي.
چارواکي وايي، پهدې جګړه کې له دواړو ولسواليو شااوخوا ٣٠٠ کورنۍ بېځايه شوي او د هغوى د سروې لپاره د بهرنيو ادارو تر مشرۍ لاندې د سروې ٤ ټيمونه ټاکل شوي دي.
د والي وياند وايي، د طالبانو په ليکو کې د بېلابېلو سيمو وسلهوال طالبان شته، خو د داعش ډلې د جګړې رهبري بهرني اتباع کوي.
د داعش او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم سختې جګړې شوې دي.
- کونړ
د کونړ ولايت په چپې درې ولسوالۍ کې دغه جګړه له يوې مياشتې راهيسې روانه ده.
د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال ازادي راډيو ته وويل، له قومي مخورو سرهيې خبرې روانې دي چې ولسونه وکړاى شي په خپل منځګړيتوب د دواړو سيالو ډلو د جګړې مخه ونيسي.
دی وايي:
په دې اړه نور: د کونړ والي: د داعش او طالبانو ترمنځ جګړې ٣٠٠٠ کورنۍ بېځايه کړي"خلک اماده دي چې د خپلې سيمې او ساحې امنيت ونيسي. هغه امنيت چې ولسيې ونيسي پايدار، دايمي او محکم وي. د چپې درې، د پېچ درې، د وټهپور او نورو ولسواليو له قومونو سره مو جرګې روانې دي. له مشرانو سره په بحث اخته يو. هلته د قومي اردو درې نوي ټولي تشکيلېږي چې ولس په ډېره مينه پهکې برخه اخلي."
د کونړ والي وايي، په چپه دره کې د داعش او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د جګړې له کبله شااوخوا ٣٠٠٠ کورنۍ بېځايه شوې دي.
والي وايي، په چپه دره کې د روانې جګړې د کابو کولو لپاره له ولسونو هم د مرستې غوښتنه شوې ده.
عبدالستار ميرزکوال وايي، د داعش ډلې په وسلهوالو کې بهرني اتباع هم شامل دي.
د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې ورڅخه پوښتنه کړې چې د چپې درې د خونديتوب لپاره ولايتي اداره څه پروګرام لري؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
داعش هغه ډله ده چې د افغانستان په ختيځ په ځانګړي ډول ننګرهار کې يې ٥ کاله مخکې تحرکات پيل کړل، خو وروستهيې په ځينو نورو ولايتونو کې هم فعاليتونه ليدل شوي دي.
دغې افراطي ډلې په افغانستان کې د ځينو خونړيو حملو مسؤليت هم منلى دى.
داعش ډلې ويلي چې څلورو حمله کوونکو يې د شنبې په ورځ په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر ودانۍ حمله کې لاس درلود.
بلخوا وسلهوالو طالبانو هم د الفتح په نوم د خپلو پسرلنيو عملياتو تر اعلان وروسته د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خپل تحرکات زيات کړي دي.