د ننګرهار په شېرزاد او خوګیاڼو کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼی

د ننګرهار په شېرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو کې د داعش او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي نن د اپرېل ۲۴مه وویل چې په سیمه کې د دوو ورځو جګړې له امله سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند ویلي چې له ۵۰۰ کورنیو سره مرستې شوې دي.

د خوګیاڼي په وینا، په شېرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو کې وسله‌والو طالبانو او داعش ته تلفات هم اوښتي دي.