ایران له امریکا سره د اټمي موافقې د خبرو لپاره شرط کېښود

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې تهران به یوازې په دې صورت کې له امریکا سره د اټمي موافقې په اړه خبرې وکړي چې امریکا معذرت وغواړي او هغه فشار چې د روحاني په وینا امریکا په غیر قانوني ډول پر ایران راوستی، لیرې شي.

د امریکا حکومت د ۲۰۱۸ میلادي کال د مې په میاشت کې له ایران سره له اټمي موافقې ووت.

خو واشنګټن بیا پر ایران غږ کړی چې له نړیوالو سره پر خپله اټمي موافقه له سره خبرې وکړي.

د ایران ولسمشر نن د اپرېل په ۲۴مه د امریکا په ځواب کې وویل چې ایرانیان که تل د مذاکرو او دیپلوماسۍ خلک دي، په عین وخت کې د جنګ او دفاع خلک هم دي.

د نړۍ د تېلو په مارکېټ کې نرخ پرون بیا په بې‌ساري ډول لوړ شو.