هانګ کانګ کې د ډموکراسۍ پلوه مظاهره‌چیانو اته مشران محاکمه شول

ارشیف، د هانګ کانګ یو انځور

په هانګ کانګ کې یوې محکمې هلته د ډموکراسۍ د پلویانو په مظاهرو کې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې وشوې، اته مشران محاکمه او په ۱۶ کاله بند محکوم کړل.

د چین تر کنټرول لاندې هانګ کانګ کې دا د خلکو د ازادیو د محدودولو بل نوی حرکت بلل شوی دی.

په هانګ کانګ کې فعالانو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پر لارو او سړکونو مظاهرې پیل کړې او له چینه‌یې د خپلواکۍ غوښتنه کوله.

هانګ کانګ په چین کې د کمونست رژیم تر ادارې لاندې دی.