په ارمنستان کې نن د اپرېل په ۲۴مه د عثماني امپراطورۍ له لوري د ارمنیانو د عام وژنې د یادونې مراسم ترسره کېږي.
پر دې پېښه ۱۰۴ کاله تېر شوي دي.
د ارمنستان په پلازمېنه یروان کې زرګونه کسان نن د اپرېل په ۲۴مه هغه ځای ته چې د ارمنیانو د عام وژنې په یاد جوړ شوی، ورغلل او د ګلانو ګېډۍ یې وروړې.
د ګرجستان صدراعظم نیکول پاشینیان د هغه مېرمن، په یروان کې د امریکا د سفارت د رهبرۍ پلاوی او نور سیاسي مشران هم دې سیمې ته ورغلي وو.