یوناما: د ۲۰۱۹ په ۳ میاشتو کې ملکي تلفات ۲۳سلنه کم شوي

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د راپور چارټ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما ویلي، د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ملکیانو تلفات د تېر کال په نسبت ۲۳ فیصده کم شوي دي.

دا خبره نن د یوناما په راپور کې راغلې.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ د مارچ تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې د یوناما د راپور پر اساس ۵۸۱ کسان وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپیان دي.

د ۲۰۱۸ میلادي کال په همدې موده کې بیا ۷۹۹ کسان وژل شوي و او ۱۵۰۶ تنه هم ټپيان و.

د اپرېل په ۲۴مه د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت په خپاره شوي راپور کې که څه هم د انتحاري حملو کمښت د ملکیانو د تلفاتو د مجموعي کموالي یو علت بلل شوی، خو ویلي یې دي چې یوناما په بمي چاودنو او د دولت پلوه ځواکونو په هوايي او چاڼیزو عملیاتو کې د ملکیانو د تلفاتو د ډېرېدو په اړه ډېره اندېښمنه ده.

افغان حکومت تر اوسه پورې د یوناما د دې راپور په وړاندې چې په هوايي او چاڼیزو عملیاتو کې د ملکیانو د تلفاتو د زیاتېدو یو عامل یاد شوی غبرګون نه‌دی ښودلی.

یوناما ویلي، ښايي سخت ژمی د ملکیانو د مرګ‌ژوبلو عمومي کموالي کې مرسته کړې وي، خو دا روښانه نه‌ده چې ایا د جګړې ښکېلو خواو هم د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیولي او که د دوی ترمنځ د مذاکراتو دوام د تلفاتو د کمښت لامل شوی؟

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د ۲۰۱۹ کال د درېیو لومړیو میاشتو د راپور د ترلاسه کولو لپاره دا ځای کېکاږئ.