د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، روان کال به په پنجشیر ولایت کې ۲۳۳ نوي بڼونه جوړ کړي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه بڼونه د شپږو بېلابېلو مېوو څخه دي.
رستمي زیاتوي:
"دا بڼونه د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ پروژې لهخوا د پنجشیر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې جوړېږي چې پهکې د بادامو، ګېلاس، مڼو، الوبالو، زردالو او چهارمغزو نیالګي کېښودل کېږي، ځکه د دغه ولایت اقلیمي موسم ورته مناسب دی."
د نوموړي په خبره، د دغو بڼونو په جوړېدو سره به محصولات زیات او یو شمېر خلکو ته کاري زمینې برابرې شي.