د تاجکستان ولسمشر له انلاین اعتراضونو وروسته، د انټرنټ د لګښت زیاتولو پرېکړه لغوه کړه.
د جمهوري ریاست ویاند عبدالفتاح شریفزاده، د سې شنبې په ورځ ازادې اروپا/ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر امام علي رحمان حکومت او د انحصار ضد د خدماتو ادارې ته امر کړی چې بېرته د انټرنټ پخوانۍ بیې عملي کړي.
حکومت تېره میاشت د انټرنټ ټولو کمپنیو ته امر کړی و چې د تېرې پنجشنبې له ورځې خپل فیس دوه برابره کړي.
د دې پرېکړې له مخې به انټرنټ کاروونکو د هر ګېګا بایټ انټرنټ لپاره ۶۲ ساماني چې د شپږ نیم ډالرو معادل دي ورکول، پهداسې حال کې چې پخوانی بیه ۳۵ ساماني وه.
د حکومت دا اقدام په تاجکستان کې د خلکو له پراخو اعتراضونو سره مخ شو.
فعالانو په تېرو دوو ورځو کې ولسمشر او لوی څارنوال ته په یو غوښتنلیک کې د دې پرېکړې د لغوه کولو لپاره لاسلیکونه راټول کړي وو.