د افغانستان نوې ملي شورا به د جمعې په ورځ پرانیستل شي

ارشیف، په پارلماني چارو کې د افغانستان د دولت وزیر فاروق وردک ازادي رآډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې. June 22 2015

په پارلماني چارو کې د افغانستان د دولت وزیر وايي، د ملي شورا د ۱۷م تقنیني دور پرانیسته یوه ورځ وځنډول شوه او د جمعې په ورځ به رسماً پیل شي.

فاروق وردګ تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د ملي شورا د پرانیستې مراسم چې ټاکل شوې وه، د پنجشنبې په ورځ ترسره شي، د تخنیکي دلایلو له کبله وځنډېده.

نوموړي وویل:

"ټاکل شوې وه چې د پنجشنبې په ورځ ملي شورا پرانیستل شي، خو دا چې انتخاباتي کمېسیونونو ژمنه وکړه چې د چهارشنبې په ورځ د څلورو نورو انتخاباتي حوزو نتایج اعلانوي او د پنجشنبې په ورځ بریالیو وکیلانو ته وثیقې وېشي. نو ښايي یو شمېر وکیلان د وثیقو اخیستلو مراسمو کې بوخت وي. موږ پرېکړه وکړه چې د ملي شورا پرانیسته یوه ورځ وځنډوو او د جمعې په ورځ به که خدای کول پرانیستل شي."

بل‌خوا شاوخوا ۱۳۰ نویو وکیلانو تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې وکتل.

ارګ وايي، ولسمشر غني دې وکیلانو ته وویل، زه چمتو یم په راتلونکو څو ورځو کې ملي شورا پرانیزم.

د ولسي جرګې انتخابات د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه په ۳۲ ولایتونو کې او یوه اوونۍ وروسته په کندهار کې ترسره شول.

په غزني کې د ولسي جرګې انتخابات ترسره نه‌شول چې ټاکل شوې د ولسمشرۍ انتخاباتو سره یوځای ترسره شي.