د چین حکومت د واشنګټن د دې پرېکړې پر ضد چې له ایرانه د تېلو پر واردوونکو هېوادونو به بندیزونه ولګوي، سخت غبرګون څرګند کړی دی.
چین خبرداری ورکړی چې دا کار په منځني ختیځ او د تېلو په نړیوال مارکېټ کې بحران لا زیاتولی شي.
سپینې ماڼۍ پرون اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه کړې چې د معافیت هغه مهلت به چې د ایران د تېلو یو شمېر واردوونکو ته ورکړل شوی و، نهتمدیدوي.
د امریکا حکومت چین، جاپان، جنوبي کوریا، هند او ترکیې ته له ایرانه د تېلو د واردولو لپاره معافیت ورکړی و.
خو سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ وویل چې دا مهلت د مې میاشتې په دوهمه نېټه پای ته رسېږي او ولسمشر ټرمپيې د تمدیدولو نیت نهلري.
دا په دې معنی ده چې د چین، هند، جاپان، جنوبي کوریا او د ترکیې حکومتونه به تر دې نېټې وروسته د ایران د تېلو د اخیستلو په صورت کې د امریکا له بندیزونو سره مخامخ کېږي.