د سولې په مشورتي جرګه کې د ګډون په هدف کابل ته د افغانستان د ولایتونو د استازو د راتګ لړۍ پیل شوه.
د سولې د مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسیون وايي، په یادې جرګه کې د ګډون په هدف د ارزګان ولایت استازي کابل ته رارسېدلي او تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې د هېواد د ټولو ولایتونو استازي هم کابل ته راشي.
د سولې د مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسیون وايي، د دغې جرګې د جوړېدو لپاره هڅې تېزې شوي او هیله ده چې تر راتلونکو څو ورځو پورې د هېواد د ټولو ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د کډوالو استازي کابل ته راورسېږي.
د دغه کمېسیون ویاند سید علي کاظمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۳» ازادي راډیو ته وویل:
"مشورتي لویه جرګه چې د ۱۳۹۸ کال د ثور په ۹مه جوړېږي، نن د ارزګان له ولایته په جرګه کې د ګډون په هدف د خلکو د استازو یوه ډله راورسېده، هیله ده چې په دغه پروسه کې ستونزې حل او یوه ښه جرګه ولرو."
د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رئیس عمر داوودزي د روانې اوونۍ په سر کې ویلي چې په قطر کې له طالبانو سره د بینالافغاني مذاکراتو له لغوه کېدو وروسته لومړیتوب دا دی چې مشورتي لویه جرګه په ټاکلي وخت جوړه او په هېواد کې روانو ستونزو او سیاسي اختلافونو ته د خلکو د استازو د مشورو له لارې د حل ګټورې لارې وموندل شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني لا دمخه په خپلو ویناوو کې د مشورتي لویې جرګې په جوړولو بیا بیا ټینګار کړی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني
د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په دغه جرګه کې به د ۳۰ فیصده ښځو په ګډون د هېواد له بېلابېلو قشرونو شااوخوا ۳۰۰۰ کسان ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د یادې جرګې له جوړېدو سره ولسمشریزو ټاکنو ته شااوخوا اتو کاندیدانو مخالفت ښودلی دی.
د چارو پوهان وايي، هېواد اوسمهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی او مشورتي لویه جرګه کولای شي چې د مشورو له لارې دغو ستونزو ته د هواري لارې پیدا کړي.
صمیم خان صافي ازادي راډیو ته وویل:
"مشورتي لویه جرګه د افغانانو لپاره هغه مرجع ده چې په بحراني حالاتو کې سرنوشت معلوم شي، دا مثبت اقدام دی چې زرګونه کسان پهکې ګډون کوي او روان وضعیت ته د حل لاره پیدا کوي، څوک چې ورسره مخالفت کوي، زما نظر دا دی چې په ګډه سره لاس ورکړي او د هېواد او خلکو لپاره امنیت او قوي نظام جوړ کړي."
د مشورتي لویې جرګې کمېسیون وايي، د دغې جرګې د جوړېدو له مخالفینو سرهیې د خبرو لپاره کمېټې فعالې کړي چې وړاندیزونه، انتقادونه او نظریاتیې راټول کړي چې د جرګې د جوړېدو دمخه پرې مشورې وشي.
راپور: خان محمد سیند