په کندز کې نن په یوه ولسي غونډه کې خلکو د اوربند غوښتنه وکړه

ارشیف، په غزني کې د اوربند په اړه د خلکو غږ

په کندز کې نن د اپرېل په درویشتمه په یوه ولسي غونډه کې خلکو د اوربند غوښتنه وکړه.

د افغانستان حکومت څو ورځې مخکې د خالد په نوم پوځي عملیات پیل کړل او ورپسې وسله والو طالبانو د الفتح عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

په کندز کې په نننۍ غونډه کې خلکو له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې د روژې د درناوي لپاره اوربند وکړي.

دا په د اسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل او دوحې ته روان دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې خلیلزاد به افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او انګلستان ته لاړ شي.

د خلیلزاد سفر د یکشنبې په ورځ پیل شوی او د مې میاشتې تر ۱۱مې به دا دوره بشپړه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد به په کابل کې د افغانستان د دولت له غړو او نورو افغانانو سره د سولې په اړه مشورې وکړي.

په افغانستان کې اوربند د سولې لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي.