"م. م": په افغانستان کې د محتاجو انسانانو ۶۰ سلنه ماشومان دي

ارشیف، د یوه افغان ماشوم انځور چې په هرات کې د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د محتاجو انسانانو ۶۰ فیصده ماشومان دي.

د کوچنیانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې یونېسف نن د اپرېل په ۲۳مه د افغانستان له حکومت سره یو ګډ ورکشاپ پیل کړ، څو د کوچنیانو د خونديتوب او مصونیت ستراتېژي جوړه کړي.

د دې ادارې په وینا، په دې پروګرام کې به پر داسې لارو خبرې کېږي چې د افغانستان د شرایطو مطابق په بېړنیو حالاتو کې له کوچنیانو سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې روانه جګړه، کار ته د کوچنیانو مجبوره کول، جبري ودونه، له کوچنیانو سره جنسي تشدد او ناسمه استفاده څو عمده ستونزې دي.